جلال آباد باختر د ليندي پنځلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د ايډز په ناروغۍ داخته کسانو شمېر زيات شوى دى .
په تيرو دريوکلونوکې په ننګرهار ولايت کې د ايډز څه ناڅه ١٥٠ پيښې ثبتې شوې وې، خو په روان کال کې دغه شمېر ٢٥٧ ته رسيدلى دى.
د خپرو شويو شمېرنو له مخې:
په ننګرهار ولايت کې د ايډز د ناروغانو شمېر ٢٥٧ تنه ښودل شوى دى چې له دې جملې څخه تر اوسه پورې ١٤٩ تنه يې له کتنې وروسته مثبت تشخيص شوي دي .
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست د ايډز د کنترول د برخې مسوول ډاکتر نور حسن باختر آژانس ته وويل چې د ايډز په ويروس له دوه سوه اووه پنځوسو اخته کسانو له جملې څخه په سلوکې ٦٨ يې نارينه او په سلوکې ٢٢ يې ميرمنې او نجونې دي .
ايډز يوه وژونکي او ويروسي ناروغي ده چې زياتره د غير مصوونو مقاربتونو او په ويروس د ککړو طبي سامان آلاتو له لارې سالمو اشخاصو ته دليږدونې وړ ده. د ننګرهار روغتيايي مسوولان وايي چې د ايډز ناروغۍ د تشخيص او کنترول د مرکزونو د شمېر په لوړوالي او هېوادوالو ته د پوهاوي په ورکولو سره هڅه کوي چې د دغې ناروغۍ د کنترولولو په لاره کې ګام واخلي .
د خپلې ناروغۍ د مخنيوي لپاره له ډاکترانو سره د ايډز د ځينو ناروغانو نه ليوالتيا د هغوى د درملنې او هم په ننګرهارکې د دغې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په وړاندې يو بل جلنج بلل کيږي .
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په کال کې څه د پاسه يو ميليون تنه انسانان د ايډز په ناروغۍ د اخته کيدو له امله مري .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل