سیاست

د ملي امنیت سلاکار په اتمه حوزه کې د تروریستي پېښې سیمه وکتله

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه
د افغانستان داسلامي جمهوري دولت، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په جمهوریت روغتون کې، د کابل ښار اتمي حوزي د شاه شهید دسیمې د تروریستي پېښې د ټپیانوداحوالو پوښتنه وکړه او دپيښې سيمه يې وکتله .
دملي امنيت دسلاکاردفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي امنیت سلاکار د پېښې ټپیانو ته د جمهور رييس د خواخوږۍ او تسلیت پیغام وړاندې کړاو هغوی ته یې د عاجلې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، دا برید پر ملکي خلکو د برید تر ټولو وحشي ډول وباله او په سختو ټکو یې وغانده.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د افغانستان جمهور رييس د پېښې د عاملانو د موندلو او د پېښې د مالي او ځاني زیانونو د دقیقې ارزونې لپاره لوړ پوړی هيئت ټاکلی دی.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل: لکه څنګه چې د افغانستان ستر ملت نورې لویې غمیزې په حوصله مندۍ او استقامت سره زغملي، دا ځل یې هم یووالي او ارامۍ ته رابولم.
د هغه په وینا سره ددې، چې د افغانستان دولت د سراسري سولې او امنیت د ټینګښت لپاره، د سولې د خبرو اترو دوام ته ژمن دی، خو هغه خلک چې د دا ډول پېښو په رامنځته کولو کې لاس لري، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه یې له منځه وړي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو ژوند او ارامي زیانمنه کړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د دې برید په ترسره کولو، دښمن غواړي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د رامنځته شوې بې اتفاقۍ څخه د عامو خلکو پام واوړي.
د جمعې پر شپه ناوخته د کابل ښار د اتمې حوزې د شاه شهید په سیمه کې د افغانستان د خلکو دښمنانو، د یوه موټر بمب په چاودنې سره ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوړله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته