ښوونه او روزنه

دکابل ښار دپوهنې برياليتوبونه دستانې وړ دي .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٥
دکابل ښار دشپاړلس ګونو تعليمي حوزو آمرانو او دښوونځيو مديرانو او زده کوونکو په دې وروستيو وختو کې په يوه غونډه کې دکابل ښار دپوهنې درياست برياليتوبونه وستايل.
څه موده مخکې دکابل ښار دپوهنې رييس سيد منصور د ده د ښو کارونو په خاطر په ملي شورا کې دخلکو داستازو له خوا دمډال او ستاينليک په ورکولو سره وستايل شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دکابل ښار دپوهنې رياست دپوهنې دستوري دپروګرام او د رسامۍ ، خطاطۍ ، رياصي او دنورو اړوندو څاګانو دسياليو په ترسره کولو سره د زده کوونکو داستعداد په وده کې اغيزمن رول لوبولى دى .
دهيواد ملي شورا دهمدغو دلايلو له مخې دکابل ښار دپوهنې رييس ستايلى دى .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه ويناوالو له دغو برياليتوبونو سره اړيکې ونيولې او هيله يې وکړه له هغه څخه زيات برياليتوبونه ترلاسه شوي دي دوى طرحه کړه چې دکابل ښار دپوهنې برياليتوبونه دستاينې وړ دي.
دپوهنې وزارت سلاکار حميد حاتم په دې غونډه کې دښوونځيو د زده کوونکو ، ښوونکو او مديرانو په زياتو هلوځلو ټينګار وکړ او دکابل ښار دپوهنې رييس سيد منصور دملت دکور مډال او ستاينليک چې ده ته ورکړى شوي دي دکابل ښار دښوونځيو دمديرانو ، ښوونکو او زده کوونکو دنه ستړې کيدونکو او پرله پسې هڅو او هاند زيږنده وبلل.
په همدې ترتيب دغونډې په پاى کې دهيواد دسړو سيمو د ښوونځيو زده کوونکو دڅلور نيم مياشتنيو ازموينو داخستلو دڅرنګوالي په باب هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته