روغتیا

دشاه امان الله خان غازي په روغتون کې دميګروسکوپيک ( دحنجرې دکيست) دجراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول .

کابل باختر د وږي  څوارلسمه :
دشاه امان الله خان غازي روغتون د غوږ او ستونې  دجراحي دديپارتمنت  متخصصانو  او ډاکترانو  دجراحي ډير پيچلي عمليات په برياليتوب سره ترسره کړل .
دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دبدخشان ولايت اوسيدونکې سعيدې  چې اته کلنه ده  دروان کال دوري په مياشت کې د شاه امان الله خان  غازي روغتون ته  دسالنډي او د غږ لرونکي تنفس دناروغيو له امله  مراجعه کړې وه  متخصصانو وکولى شول چې نږدې ددې د صوتي حبول ټوله کچه يې نيولې وه دمعايناتو له بشپړولو او اجرا کولو وروسته  دپروسيجر په بريالي اجرا کولو سره د ناروغې  ستونزه په بشپړه توګه لرې کړي .
دغه پروسيجر  دهېواد په کچه تراوسه پورې  نه دى ترسره شوې او دلومړى ځل لپاره دشاه امان الله غازي روغتون  د غوږ اوستونې په ديپارتمنت کې درنځوريار ډاکتر عبدالمالک غياثي  او دهغه دهمکارټيم له خوا په برياليتوب سره ترسره شوي دي .
دناروغې عمومي حالت ښه دى او ټول دغه عوارض او علايم چې له عملياتو مخکې ورسره و  له منځه تللي دي او په بشپړه توګه  روغه شوې ده .
ديادونې وړ ده چې دغه ناروغه زياته موده  دسالنډي او د غږ لرونکي  تنفس په ګډون دناروغيو له امله ستونزو څخه ځوريده . او دخپلې روغتيا دبيا ترلاسه کولو په مقصد  يې  دهېواد په دننه او بهر کې بيلابيلو روغتونونوته مراجعه کړې وه خو مثبته نتيجه يې نه وه ترلاسه کړي .
  د شاه امان الله خان غازي روغتون په نسبت  دملي امنيت دلوي رياست دايمي پاملرنه او څارنه او دروغتون  دمجربو او مسلکي ډاکترانو هلې ځلې  ددې سبب شوې  چې دغه شان ستر  طبي برياليتوبونه  چې دسيمې په کچه بي ساري دي  ، ترلاسه شي .
  ختم_ ف _ اکرم

                                                  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته