ورزش

دکرکټ دنولس کلنوځوانانو ټيم آستراليا ته لاړ

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٣١ :

دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ټيم غړي دنړيوال جام په سياليو کې دګډون په مقصد پرون استراليا ته لاړ.

دغه ټيم ټاکل شوې ده دبي په ګروپ کې دپاکستان ، نيوزيلاند او سکاتلند له ټيمونوسره لوبې وکړي.

دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريد هوتک باختراژانس ته وويل دکرکټ دنړيوال جام سيالۍ  دشپاړسو هيوادونو دټيمونو په ګډون په استراليا کې تيرسره کيږي.

دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ټيم ټاکل شوې ده لومړني دوستانه لوبه داګست دمياشتې په اوومه نيټه دايرلند له ټيم سره وکړي اودهيواد دکرکټ ټيم رسمي سيالۍ دروان ميلادي کال داګست  دمياشتې په يوولسمه نيټه پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته