سیاست

جمهورريیس: د ملي بحث له لارې دې د کابل ښاریانو ستونزې او لومړیتوبونه تشخیص شي

کابل/ د مرغومي ٢٢ مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښاریانو د ستونزو د تشخیص او اقداماتو په اړه غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې جمهورريیس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د امنیتي اصلاحاتو طرحه چې په اوله او پنځمه حوزه او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې تطبیق شوې ده، وستایله. جمهورريیس د ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارله چې د ملي بحث یوه طرحه جوړه کړي چې د هغې په چوکاټ کې د کابل ښار له خلکو سره د هغوی د امنیتي مسایلو، ټولنیزو او نورو ستونزو په اړه بحث وشي. جمهورريیس په دې غونډه کې د ملي امنیت سلاکار او د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکارانو ته په ټینګار وویل: له امنیتي حوزو او د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو له اوسېدونکو سره د هغه د مسلسلو کتنو منظمه برنامه دې جوړه شي چې د کابل ښاریانو د امنیتي او ټولنیزو ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته، د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله حللارو د پیدا کولو په موخه، اړوند ادارې عملي اقدامات وکړي.# پاى/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته