ښوونه او روزنه

شلو زرو تنو ځوانانو دفراغت سندونه ترلاسه کړل .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دهيواد په کچه  دپوهنې وزارت دتخنيکي اومسلکي ښوونځيو او انستيتوتونو اووه څلويښتو بيلابيلو څانګو څخه شلو زرو تنو نن دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دلوى جرګې دخيمې په تالار کې جوړه شوه دپوهنې وزير فاروق وردګ په خبروکې وويل: همدا اوس  سل زره تنه ځوانان په يو سلو اتو تخنيکي او مسلکي انسيتيتونو او ديوسلو پنځه اتيا  حرفوي ښوونځيو په درې اويا څانګو کې له دووکلونو څخه تر پنځو کلونوپورې دمسلکي تعليماتو په زده کړې بوخت دي .
وردګ دهيواد دبيا جوړولو په لاره کې دځوانانو رول وستايل او ويې ويل  چې ټولنه  مسلکي کسانو ته زياته اړتيا لري .
دغو ځوانانو په بيلابيلو څانګو کې زدکړې کړي دي او کولاي شي دهيوادپه بيا جوړولواوپراختيا کې رول ولوبوي
په دغو مراسمو کې چې په پارلمان کې دخلکو دځينو استازواو دپوهنې وزارت دمعينانو او رييسانو په ګډون  پرځاى شوي و
ددغو ځوانانو دفراغت سندونه دپوهنې دوزير فاروق وردګ او ددغه وزارت دمعين اصف ننګ  او په پارلمان کې دخلکو دڅو تنو استازو له خوا وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته