کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دهيواددجمهور رييس له فرمان سره سم نن ديوې نجلۍ په ګډون ديارلس تنه بنديان دسمنګانو ولايت له جيل څخه ازاد شول .
دسمنګانو ولايت دجيل آمر ددغو بنديانو دخلاصون په غونډه کې دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه بنديان داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص ) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دهيواد دجمهور رييس له فرمان سره سم له بند څخه ازاد شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل همدااوس دسمنګانوپه جيل کې دښځو او نارينه و په ګډون نږدې درې سوه تنه بنديان دبيلابيلو جرمونو له امله بنديان دي چې له دې جملې څخه شل تنه يې ښځې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ