اقتصاد

د روښنایۍ د پراختیا په لور بل ګام

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
د برښنا د ښارې پراختیا شبکو د دریوو مهمو پروژو تړون، د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په حضور کې د جګوار او انجلیک انټرنیشنل هندې کمپنیو له مشرانو سره په ارګ کې لاسلیک کړ.
دبرښنا شرکت د خپرونو اودعامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته خبرورګړ.
په هغې غونډه کې  چې له همدې امله دانرژې اواوبوؤ،دملي شورااو دولايتې شورا د غړواو دنورولوړرتبه دولتي چارواکو په  ګډون  جوړه شوې وه
نوموړې پروژه په ټولیزه توګه ۵۵.۸ میلیون امریکایي ډالره لګښت لري، چې د افغانستان له حکومت سره د آسیا پراختیایي بانک له مرستو څخه تمویلیږي چې وروسته به په یو بیل تړون کې د افغانستان برښنا شرکت او مالیي وزارت سره په اوږدمهاله پورونو کې ورګړى شي.
دیادو پروژو په بشپړیدو سره به، د لوګر په پل علم کې ۱۳۰۰۰ د برښنا پیرودونکي، د پکتیا په ګردیز او وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې ۱۸۵۰۰ پیرودونکي او په خوست ولایت کې ۱۳۰۰۰ پیرودونکي د برښنا له روښنایۍ برخمن شي.
له ټاکل شوي مهال ویش سره سم به د تړون له لاسلیک وروسته د دغو پروژو د ډیزاین چارې د نوموړو کمپنیو له خوا پیل شي او د ۲۰۱۸زیږدیز کال تر پای پورې، چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا مزي د کار له بشپړیدو سره برابره ده، بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. 
ددغه ډول پروژو د تړون لاسلیکول د هیواد لرې سیمو ته د برښنا رسولو د پراختیا په برخه کې د افغانستان برښنا شرکت له پروګرامونوڅخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته