روغتیا

په بلخ کې د کووېډ- ۱۹پنځوس بستریز روغتون پرانیستل شو

۳۰- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د پولیسو د کووېډ- ۱۹پنځوس بستریز روغتون چې په عصري تجهیزاتو سمبال دی، پرون په مزار شریف ښار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه روغتون د یو میلیون ډالرو په لګښت په مزار شریف ښار کې جوړ شوی دی او د پولیسو د هغو سرتېرو درملنه په کې کېږي چې په کروناویروس اخته شوي دي.
یاد روغتون د کورنیو چارو وزارت د معین ریاض درمل او د بلخ د ملکي او پوځي مسوولینو په ګډون پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت د روغتیايي څانګې مسوول محمد آصف برومند وویل چې دغه روغتون پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو ته د روغتیایی خدمتونو پر وړاندې کولو چمتو دی.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته