فرهنګ

د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه دغزني دپاى ته رسيدونکي جشن مراسم پيل شول

کابل باختر دکب څلورمه :
د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه دغزني د پاى ته رسيدونکي جشن مراسم نن د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دپيغام په لوستلو سره پيل شول .
د باخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: په دغو مراسموکې چې دکابينې او دملي شوراد ځينو غړو، بهرنيو ميلمنو،  په کابل کې د اسلامي هيوادونو د سفيرانو او د کابل د والي او ښاروال او د لوګر او پکتيکا د ولايتونو د واليانو په شمول دهيواد له دننه او بهر څخه د نږدې دولسو زروتنو ميلمنو په ګډون پرځاى شول؛ لومړى د اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني د پاى ته رسيدونکي جشن په نامه د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام په ساختماني چاروکې دجمهور رييس دستر سلاکار انجنير محمد يوسف پشتون له خوا ولوستل شو.
په پيغام کې په دې ستره تاريخي پيښه کې دکورنيو او بهرنيوميلمنو د ګډون په خاطر د مبارکي او د مننې د مراتبو دڅرګندونو په ترڅ کې ويل شوي دي چې په څلورمه او پنځمه هجري پيړۍ کې د غزنويانو شاهين شاهي پايتخت غزنۍ په اسلامي نړۍ کې د علم ، فرهنګ او ادب يو ډير ستر مرکز و.
په دغه ښارکې د سلګونو تنو شاعرانو، ليکوالو، هنرمندانو ، ستورو پيژندونکو او د فيلسوفانو  شتون ، غزنۍ د اسلامي علومواو پوهنې د ليږدونې په مرکز بدل کړ.
دغه ستر وياړ نه يواځې نننى افغانستان ته بلکې د ټولومسلمانانو لپاره دى.
جمهور رييس په خپل پيغام کې د اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه د غزني د نومولو په خاطر د اسلامي  هيوادونو له علمي اوفرهنګي سازمان څخه مننه کړې ده او دهغو ټولو بنسټونو اوکسانو دهڅو او هاند له امله چې هم يې دغزني په بيا جوړولو او هم ددغه جشن په تدبيرونوکې ونډه لرله؛ په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او دغزني له ولايت څخه مننه او قدرداني کړې ده.
وروسته د غزني والي موسي خان اکبر زاده ميلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې وويل: دغه ستر وياړ چې د غزني په برخه شوى دى؛ د ښارونوپه ژوندانه کې يواځې يوځل په هغه وياړل کيږي . زه ددغه ستر وياړله امله تاسو ټولوته مبارکي وايم .
دغزني والي دغه راز وويل چې دغزني مبارک ښار تر اوسه پورې د دې ستر نومونه  خپل کړي دي، عروس البلاد، شهر اوليا او اوس د دوستۍ او سولې ښار او د اسلامي  فرهنګ دپايتخت په توګه بيا هم تاسوته مبارکي وايم .
د غزني والي دغه راز دبلخ ، پکتيا او د پکتيکا  د مشرانو او واليانو دمرستوله امله  خوښي څرګنده کړه او د هيواد له نورو ولايتونو څخه يې وغوښتل چې دهيواد د تاريخ د وياړ په توګه له غزني سره مرسته وکړي .
ده له اسلامي هيوادونوڅخه وغوښتل چې د سولې د تامينولو په لاره کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
دغزني والي دغه راز وويل: دغزني دخلکوپه وړانديز هيله ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس غزنۍ دلومړۍ درجه ولايتونو په رديف کې منظورکړي.
ده دغه راز وويل چې په راتلوونکوپنځوکلونوکې کال په کال لس لس مليونه ډالره غزني ته په پام کې نيول شوي دي .
په پاى کې د غزني والي داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه د خپلو پروژو د بشپړولو په خاطر مننه وکړه .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين خبرې وکړې او ويې ويل: دتاريخ په اوږدوکې په تېره بياداسلامي دورې په تاريخ کې ددغه مبارک ښار غزني ارزښت د يادونې وړ دى .
البته غزني له اسلام څخه مخکې او په اسلامي دوره کې زيات ارزښت درلود .
له اسلام څخه مخکې هم د تجارتي لارو د تګلورو ترڅنګ د خاص جغرافيايي موقعيت په خاطر  يومهم  ښارو، خو دغزني عظمت او هغه عظمت چې د هيواد په شاوخوا سيمو يې اغيزه وکړه؛ دغزنويانوپه دوران کې ترسره  شو. په تېره بيا دستر سلطان يمن الدوله،  امين المله، کهف الاسلام محمودغزنوي په زمانه کې و.
  ډاکتر رهين  زياته کړه: د غزنوي په پيړۍ کې د غزني ارزښت په دوو دليلونو و. يو په دې خاطر چې دغه مبارک ښار د علم او ادب، پوهې او فرهنګ مرکزشو، په ټولوعلمي برخوکې يې ستر شخصيتونه، اسلامي او انساني ټولنې ته وړاندې کړل او دعلم او فرهنګ په ټولو برخوکې يې ښکلا، پرتم، تجمل او بېلابېل ارزښتونه د يادونې وړ و.
  سربېره پردې دغزني ارزښت دغزنويانو په تيره بيا د ستر سلطان محمود غزنوي په دوران او شاوخواسيموپه تېره بيا د هند نيمې وچې ته زموږ د اسلامي علومو اوفرهنګ د ليږدونې په دوران کې و او په همدې ترتيب اسلامي نړۍ او وروسته لويديځ ته دهندوستان دپراخ هيواد او دهندوستان دنيمې وچې دفرهنګ اوتاريخ پيداوار او جغرافيه او د لرغونو اعتقاداتو او دعلمي آثارو معرفي کول و.
ډاکتر رهين دخپلوخبرو په دوام وويل: نن ورځ دغزني دخلکو په همت، دغزني د ولايتي شورا په همت، دغزني د ملي سوداګرو په ميړانه او د نورو زړه سواندو او مهربانو غزنيچيانو په ميړانه، غزني بيا سرپورته کوي.
غزنۍ بيا د پخوانيو ورځو يادونه نن دخپلو دوستانو په محضرکې نوي کوي .
زه لازم بولم له هغو ټولو کسانو څخه مننه وکړم چې ددغو کلونو په اوږدو کې يې د غزني او د دغې ورځې د نمانځنې په خاطر هلې ځلې وکړې.
وروسته د ايسسکو د سيمه ئيز دفتر مديرډاکترعباس صدري ددغه مرکز پيغام ولوست  چې په هغه کې يې د اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني د نومولواو چمتو کولو په لاره کې د زمينو د برابرولوپه خاطر د افغانستان له دولت په تېره بيا  د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين، ددغه وزارت له فرهنګي معين او د غزني له والي څخه مننه وکړه او ويې ويل: په ترسره شويو کارونوسره  غزني کيداى شي نه يواځې د افغانستان خلکو ته بلکې ټولې نړۍ  ته يو وياړ وي .
په پاى کې ډاکتر عباس صدري د ايسسکو ستاين ليکونه د غزني ولايت په څلوروتنو هنرمندانو اوليکوالو وويشل.
دغه راز په دغو مراسموکې د مشرانوجرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار  د هيواد د پارلمان په استازيتوب وينا وکړه او دحکومت، پارلمان، داطلاعاتو فرهنګ د وزارت، امنيتي ځواکونو او د اسلامي هيوادونو د فرهنګي سازمان  د هڅو او هاند له امله يې قدرداني وکړه او ويې ويل چې د اسلامي تمدن دپايتخت په توګه دغزني نمانځنه د غزنويانو دامپراتورى او په کلي توګه د وياړلى اوتاريخي افغانستان د ستر فرهنګ اوتمدن دځلانده تاريخي عظمت اوپرتم درناوى دى چې يو وخت په نړۍ اوپه تېره بيا په ختيځ کې علم، تمدن او فرهنګ مرکز و.
ايزديار له سيمه ئيزومسوولينو، حکومت اوخلکو څخه هيله وکړه چې دغزني د تاريخي آبداتو او هغوتاسيساتو په ساتنه کې چې له همدې امله  يې جوړ کړي دي؛ هلې ځلې وکړي او د دغې ملي پروژې دپاتې چارو د بشپړولولپاره هڅه اوهاند وکړي .
په پاى کې د غزني دڅرګندوى کيلي د موسى خان اکبر زاده له خوا د قرغزستان جمهوريت سفير ته ورکړې شوه.
ټاکل شوې ده په راتلوونکى کال کې دقرغزستان پايتخت بشکيک ښار د اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه ونومول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته