کابل باختر د تلې پنځلسمه :
په هلمندولايت کې دپوځيانو ديولړ ځمکنيواو هوايي بريدونوله امله اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه ددغه جنوبي ولايت مرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريدونه وشول .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردويوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغوبريدونوکې داووتنوبهرنيو جګړه مارانو په ګډون ١٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل دغه طالبان په ډاراچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې ملکي وګړو او پوليسانو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ