امنیت

په هرات کې د طالبانو د چاوديدونکو توکو کشف

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٧  :
د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پرسونل د نيکمرغه لوى اختر په ورځو کې ديوې زياتې اندازې  چاوديدونکو توکو په کشف بريالي شول.
دغه  چاوديدونکي توکي د پوځي عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي.
دهرات ولايت دپوليسو يو مقام وايي چې دغه چاوديدونکي توکي د وسله والو  طالبانو په ډلې پورې اړه لري  .
ديوبل خبر له مخې :
دهرات ولايت پوليسو د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتوکې د جلاجلا عملياتوپه  بهيرکې د پرسونل ضد ٢٤ماينونه، ١٠موټرسايکلونه او دوه زرنج  موټرسايکلونه چې د سمنټو د پروژې  وسايل پکې بار و؛ د موټر سايکلونو له دريو تنو غلو سره يوځاى لاس په لاس ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته