ټولنه

دميرزا اولنګ دشهيدانو يادونه وشوه.

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: په سرپل کې د ميرزا اولنګ دشهيدانو تلين پرون ونمانځل شو . دباختراژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ، د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ دميرزا اولنګ په دره کې د ٣٤ تنو ملکي وګړو د شهادت لومړنى تلين ونمانځل شو . د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د ميرزااولنګ د هغو شهيدانو چې له نن څخه يو کال مخکې د وسله والو طالبانو له خوا شهيدان شول دطالبانو دغه عمل يې وغندل او دهغوى له کورنيو سره يې ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به دهغوى داستوګنې دکورونو ستونزه حل کړي . يوشمير ديني عالمانو دوسله والو طالبانو په ډله ييزه توګه د ملکي وګړو وژنه يې غيرانساني اوغيراسلامي عمل وباله او داسلام د مقدس دين له نظره يې هغه يوستر جنايت او ناروا عمل وباله . دميرزا اولنګ دشهيدانو کورنيو ددولت له بشر دوستانه مرستو څخه دمننې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې درې دازاديدو غوښتنه وکړه. کابو يوکال مخکې طالبانو ددغې درې اداره له سختې جګړې وروسته ترلاسه کړه او دښځو اوماشومانو په ګډون يې ٣٤ تنه ملکي وګړي او سپين ږيري په ډزو سره ووژل . ختم_ شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته