سیاست

دجنبش ګوند او دجنرال دوستم په ملاتړ پراخه غونډه جوړه شوه.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دجنبش ګوند او دجمهوري رياست دلومړي مرستيال جنرال  عبدالرشيد دوستم په ملاتړ په جوزجان ولايت کې ستره غونډه جوړه شوه
په دې غونډه کې دجوزجان ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو او په تيره بيا دسيمې قومي مشرانو ګډون کړى و.
دغونډې برخه والو دکلونو کلونو په اوږدوکې دجنبش ګوند دمشر جنرال دوستم دکارنامو يادونه وشوه او دبيارغاونې ،پرمختيا دبيوزلو دلاس نيوي او له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې دده هلې ځلې وستايلى شوې.
ددغې غونډى برخه والو په کابل کې په نږدې راتلوونکي کې دجنبش ګوند دکنګرې دجوړولو هرکلى وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته