امنیت

په کاپيسا کې دپوځيانو په کاروان دوسله والو طالبانوبريد .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
په کاپيسا ولايت کې دوسله والو طالبانو دبريد له امله دملي پوليسو يوسرتيرى شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه پيښه تيره شپه دکاپيسا ولايت په مرکز پورې  اړوند دنواباد په قلعه نو سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملي پوليسو ځواکونه دوسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شول .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون  آمر سمونوال اسد الله  حميدي دباختراژانس خبريال ته وويل تيره شپه دکاپيسا ولايت په مرکز پورې اړوند دنواباد په قلعه نو سيمه کې دوسله والو طالبانو دکمين له امله دملي پوليسو يوسرتيرى شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې عمليات په سيمه کې  دوام لري او تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته