امنیت

پنځلس تنه وسله وال مخالفین له دولت سره یو ځای شول

ترينکوټ باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پنځلس تنه وسله وال مخالفین له دولت سره یو ځای شول.
د روزګان ولایت د امنیت آمر سمونیار عبدالقوي عمري وايي چې د روزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پنځلس تنه وسله وال مخالفین وروسته له هغه له دولت سره یو ځای شول چې د ملا حضرت ولي په نوم خپل مشهور قوماندان یې وواژه.
عمري زیاتوي چې یو شمېر یو ځای شوي وسله وال مخالفین وسلې هم له ځان سره راوړي او دولت ته یې سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته