امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شو ل .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
  درې تنه وسله وال طالبان نن په غزني ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړو کې  ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول
دغزني ولايت دقره باغ  ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عبدالروف عمر خيل دباختراژانس  خبريال ته وويل  دغه جګړې چې  دقره باغ  ولسوالۍ دناني اوملانور بابا په کليو کې  ونښتې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه ديوه طالب مړي له يوه توغندي ويشتونکي دريو موټرسايکلونو  يوه کلاشينکوف او يوې مخابرې  سره امنيې قوماندانۍ ته ليږل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته