سیاست

جمهور رئیس غني: د ښوونځیو او پوهنتونونو د زده کړې فضا باید مناسبه او له تعصب پاکه وي

 کابل باختر د غبرګولې د میاشتې ۳مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د پوهنتونونو یو شمېر استادانو او ښوونځیو له ښوونکو سره روژه ماتې وکړ او له هغوی سره یو ځای یې د ماښام لمونځ اداء کړ.
د جمهور رییس د ویاند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د روژه ماتې په دې مېملستیا کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر مېرویس بلخي او د یادو وزارتونو معینانو هم  پکې حضور درلود، په پیل کې د کابل پوهنتون استادې اغلې فرزانې رزمجو او د بې بې مهرو د نجونو د لېسې ښوونکې اغلې حوریې کریمي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی پوهنې او لوړو زده کړو ته د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه او د ښوونکو، استادانو او دارالمعلمینینو د ظرفیت لوړولو، ښوونکو او استادانو ته د ښارګوټو او دغه راز د ښوونکو صندوق ته د جمهوررئیس د پاملرنې غوښتونکې شوې.
جمهوررئیس د دوې د خبرو له اورېدو وروسته د پوهنتونونو د استادانو او ښوونځیو د ښوونکو د طاعاتو او عباداتو د قبلېدو هیله وکړه وې ویل، زموږ اساسي پاملرنه بشري پانګې ته ده چې استادان او ښوونکي د بشري پانګې په روزنه کې ډېر مهم رول لري.
جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسې د ځوانانو په ځانګړي ډول د نجونو په ژوند کې ستر بدلون رامنځته کوئ، د ټولو په ځانګړي ډول د نجونو ښوونه او روزنه زیاته مهمه ده.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړې فضا باید مناسبه او له تعصب پاکه وي او د نجونو د تعلیم او لوړو زده کړو لپاره باید لا ډېر فرصتونه برابر شي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ښوونکو او استادانو د مسکن موضوع مهمه ده چې لا ډېر غور پرې کېږي.
په دې کتنه کې دوه تنو نعت ویونکو محمدیعقوب او شمس الرحمن د مبارکې روژې په مناسبت خپل نعتونه هم ولوستل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته