ورزش

د هېواد د فوټسال د شل کلنو ټيم ايران ته لاړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰ مه
د هېواد د فوټسال د ۲۰ کلنو ځوانانو ټيم، د آسيا د فوټسال د ۲۰ کلنو ځوانانو د اتلوالۍ په سياليوکې د ګډون په مقصد ايران ته لاړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د افغانستان د فوټسال د ۲۰ کلنو ځوانانو ملي ټيم په ګروپي پړاو کې د هانګ کانګ او ايران له ټيم سره په يو ګروپ کې دي او ټاکل شوې ده د غبرګولي د مياشتې په ٢٥ او ٢٦نېټې له دغو ټيمونو سره سیالي وکړي.
دغه سيالۍ د آسيا د غوره ټيمونو په ګډون د ايران په  تبريز ښارکې ترسره کېږي.
د هېواد د فوټسال د ۲۰ کلنو ځوانانو ټيم خپل تمرينونه ۲۰ ورځې مخکې د دغه ټيم له ښوونکي سره پيل کړي و او ويل کېږي دغو سياليو ته ښه چمتووالي لري.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته