خبرونهامنیت

د هلمند د ناوې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

٤٩- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
د هلمند د ناوې ولسوالۍ د پوځي عملياتوپه بهيرکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
دغه عمليات له يوې مياشتې راپديخوا د سلګونوځواکونوپه ګډون دهېواد دهوايي ځواکونوپه ملاتړ پيل شوي و .
دغه عمليات په ناوې ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو د شتون او فعاليتونو له پراختيا وروسته پيل شول.
د هلمند امنيه قوماندان جنرال خليل الرحمان جواد باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو د سر دروند زيان په زغملو سره له ناوې څخه وتښتېدل.
هغه وويل د دغوعملياتو په بهير کې ٤٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې په ناوې کې د وسله والو طالبانو د شتون اوفعاليتونو په زياتوالي سره سلګونو کورنى د لښکرګاه ښار ته مهاجر شول.
په وروستيو ورځو کې څو تنه ملکيان په ناوې کې د ماينونو په چاودنو کې ووژل شول خو د هلمند امنيه قوماندان وويل چې پوځيانو د دغوعملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانوله خوا سلګونه ښخ کړى شوي ماينونه کشف اوشنډ کړي .
هغه له بې ځايه شويوکورنيو وغوښتل چې خپلوکورونوته راستانه شي .
اوس پوځيان د ناوې په ځينوسيموکې د خپلو پوستو په جوړولوبوخت دي.
د وسله والوطالبانو له شتون څخه د ناوې ولسوالۍ په پاکولو سره هيله کېږي چې په دغې ولسوالۍ کې د بيا رغاونې او د حکومتوالى بهير له سره پيل شي
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته