کابل باختر دليندى شپږ ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مرکز جلال ابادښار کې يو کانکريتي واټ جوړېږي .
دغه واټ دنهه سوه پنځوسو مترو په اوږدوالي او شپږ مترو په سورسره دښار په مرکز کې جوړېږي .
دجلال اباد ښاروالۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل چې ددغه واټ په دواړو خواو کې ديوزرو پنځوسو مترو په اوږدوالي ويالې هم جوړېږي .
دغه واټ چې د جلال اباد دښاروالۍ له خوا جوړېږي شپږ مليونه افغانۍ لګښت لري او ويل کېږي چې په څلورو مياشتو کې کار يې بشپړېږي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ