کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
شل تنه بنديان د بغلان ولايت له مرکزي جيل څخه آزاد شول.
د بغلان ولايت د استيناف څارنوالۍ د رياست مسوولين وايي چې دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له هغه فرمان سره سم چې د اسلام د سترپيغمبرحضرت محمد مصطفى (ص) دنيکمرغه ميلاد په درناوي صادر شوى و، ٢٠ تنه بنديان چې درې ښځې هم پکې شاملې دي؛ د بغلان ولايت له مرکزي جيل څخه آزاد شول .
د بغلان ولايت دمرکزي جيل دمديريت سرپرست سمونوال سيف الرحمن حيدري د باخترآژانس خبريال ته وويل: شل تنه بنديان له دوو تنو محجوزينو سره چې دغلا او د ترافيکي پيښو په جرم بنديان وو ، له بند څخه آزاد شول.
ده زياته کړه: دغه راز د دغه فرمان له مخې د ٦٥ تنو نورو دبند په موده کې تخفيف راغلى دى .
د بغلان ولايت دجيل لوى مدير وويل: همدا اوس دبغلان ولايت په مرکزي جيل کې اته سوه پنځه تنه بنديان شته چې له دې جملې څخه ٤٤ تنه يې ښځې دي .
0 1 دقیقه لوستل