سیاست

جمهور رئیس غني د بامیانو له ولسوالانو سره وکتل

کابل باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف تېر ماښام د بامیانو له ولسوالانو سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د ورث ولسوال علي پناهي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، ولسوالۍ باید له انټرنټ سره ونښلول شي، ترڅو په ارتباطاتو کې چټکتیا راشي.
نوموړی دغه راز په دې ولایت د ولسوالیو بودجې، د ولسوالانو کاري خوندیتوب او د وچکالۍ له امله ځپل شویو خلکو ته د توجه غوښتوونکی شو.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ولسوالانو د ښه مدیریت مننه وکړه او د بامیانو والي ته یې لارښوونه وکړه، د وچکالۍ له امله د اوښتي زیان کچه دې وارزوي، ترڅو له زیانمنو شویو سره مرسته وشي. جمهوررئیس ټینګار وکړ چې مرستې به عادلانه وېشل کېږي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د ولسوالانو کنفرانس به ژر جوړ شي، د ولسوالانو ستونزې حل کېږي او پر شغلي خوندیتوب به یې هم بحث وشي.
هغه څرګنده کړه، افغان ټېلي کام به د ولسوالیو د اړیکو د تامین په اړه کار وکړي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته