ټولنه

په بلخ کې دځوانانو ستونزې وڅيړل شوې .

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
يووالي دبرياليتوب راز په نامه غونډه کې پرون  دځوانانو ستونزې او فرصتونه په بلخ ولايت کې وڅيړل شول .
دباختر اژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې  چې په همدې مقصد ديوشمير مسوولينو،دځوانانو داتحاديو ، مدني بنسټونو داستازو اوديوشمير  ځوانانو په ګډون  په مزارشريف ښار کې جوړه شوه دبلخ دوالي مرستيال  محمد بشير توحيد ځوانان  ديو هېواد معنوي پانګه وبلله . او  دټولنې دپرمختګ  دسولې دتامينولو ، امنيت او پيوستون کې  د ځوانانو په رول او ګډون تينګاروکړ .
  دبلخ دوالي مرستيال له ځوانانو څخه وغوښتل چې په اتحاد اوپيوستون سره دسولې دبهير  ملاتړ وکړي . او په هېواد کې اوسني شرايط دسولې او امنيت دتامينولو لپاره مساعد شوى دى چې دوست اودښمن ټول دسولې چيغې وهي .  په دې غونډه کې يوشمير ځوانانو په دولت کې دځوانانو  دنه جذبولو او هغوى ته دکار دزمينو په نه برابرولو انتقاد وکړ او ويې ويل  چې نن  يو زيات شمير ځوانان دبې وزلي له بحران څخه دژغورنې په خاطر  پرديو هېوادونو ته  تللي دي
دغونډې برخه والو ځوانان په هېواد کې ستر ځواک  وباله او دسولې دتامينولو امنيت او دهېواد په پرمختګ کې دځوانانو رول ارزښتناک وبلل .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته