سیاست

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د څانګې مسؤلینو د پکتیکا له والي سره وکتل.

ښرنه باختر د غبرګولي د مياشتې ۲۳ مه
د ملګرو ملتونو د بشرد حقونو د څانګې مسؤلینو د پکتیکا له والي محمدالیاس وحدت سره د ده په کاري دفتر کې وکتل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د څانګې مشرې (دانیل بیل) د پوهنې، روغتیا په ځانګړې ډول د واکسینونو د تطبیق او نورو ټولنیزو برخو کې د پکتیکا د والي هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه چې د پخوا په پرتله اوس په دغو برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځ ته شوې دي.
دپکتیکا والي محمدالیاس وحدت له اغلي دانیل بیل څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغې ادارې ملاتړ د پکتیکا لپاره په هره برخه کې مهم او اغېزناک دی.
وحدت د پکتیکا په ښوونیز، روغتیایي، فرهنګي، او نورو ټولنیز برخو کې وروستي پرمختګونه، لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونې له دوی سره شریکې کړې او له دوی یې هیله وکړه چې په دغو برخو کې ورسره خپله همکاري ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته