ټولنه

يوې ځوانې نجلۍ په سيندکې ډوب کړ

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٦
په بغلان ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وواژه.
دپلخمري ښار په يوه کورنۍ کې د نه زغم فرهنګ د دې سبب شوچې ددغې کورنۍ يوه ځوانه نجلۍ ځان په سيندکې ډوب کړي او خپل ژوند پاى ته ورسوي.
دغې اتلس کلنې نجلۍ چې د پلخمري ښار د خراسان دکارني اوسيدونکې وه؛ دکورنۍ تاوتريخوالۍ له امله يې نن ځان د پلخمري په سيندکې وغورځاوه او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې نجلۍ مړى تراوسه پورې نه دى ترلاسه شوى او ښايي دپلخمري سيند د اوبو د څپانده کيدو فصل ته په پاملرنې سره د دې کورنۍ د هغې د مړى په موندلو بريالۍ نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته