امنیت

پنځه تنه ماين ښخوونکي ونيول شول

کابل- باختردلړم دمياشتې ٣ :
پنځه تنه ياغي طالبان چې د زابل اوهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې په واټونوکې دماينونو دښخولو نيت درلود؛ پرون دپوليسو دمنسوبينو له خوا ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته  خبرورکړ: درې تنه ياغي طالبان چې غوښتل يې د زابل ولايت دمرکز قلات ښار د هزارې سيمې په سړک کې ماينونه ښخ کړي؛ دماين دښخولو په وخت کې له يوکلاشينکوف او د وسايطو ضد له دريو ماينونو سره ونيول شول.
په همدې حال کې دهلمند ولايت پوليسو پرون مازيګر دوه تنه ياغي طالبان ددغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ د سره قلعه دکلى په سړک کې دماين ښخولو په وخت کې له يو  ريموټ کنترول  ماين سره ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغو ياغيانو غوښتل  چې بيګناه خلک په دغه ولايت کې په واټ کې دماينونو په ښخولو سره قرباني کړي چې هدف ته له رسيدو مخکې دپوليسو دځواکونوله خوا ونيول شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته