امنیت

د ولايتي شورا په ريېس وسله وال بريد شوى

قلات باخترد کب د مياشتې ٢ مه
د زابل ولايت د ولايتي شورا په ريېس د قلات ښار د نوخيز په سيمه کې وسله وال بريد شوى.
د زابل د ولايتي شورا ريېس عطاء محمد حقبيان د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې،د نوخيز په سيمه کې پرې وسله وال بريد شوى،خو مالي او ځاني زيان ورته نه دى اوښتى.
ويل کېږي د ولايتي شورا ريېس يادې سيمې ته د دوو کليو ترمنځ د راپورته شوې شخړې د حل په موخه تللى وو .پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته