ورزش

افغان ورزشکار فهيم رحيمي نن شپه په لندن کې لوبه کوي

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
دهيواد دوزن  پورته کولو ورزشکار فهيم رحيمي ټاکل شوي ده په لندن کې دپاراالمپيک په سياليو کې  لوبه وکړي .
دالمپيک دملي کميټي ويندوي مجيب الرحمن رحماني باختر اژانس ته وويل  ٢٩ کلن  فهيم رحيمي د هيواد يوازني  ورزشکار  ديى چې له افغانستان څخه دوزن پورته کولو په برخه کې چې دلندن دپارا المپيک  په سياليو کې نن شپه لوبه کوي او ټاکل شوې ده دلندن په وخت په ٣٠ر٦ بجو دنن شپې له ٣٠ر٩ بجو سره  برابره ده .  لوبه وکړي .
ديادونې وړ ده په دغو سياليو کې ديوولسو ورځو لپاره په بيلابيلو  برخوکې له يو سلو پنځه شپيتو هيوادونو څخه  دپارا المپيک  ورزشکاران سره لوبه وکړي .
ويل کېږي چې د سياليو د څو ورځو په ترڅ کې  د چېن هيواد ورزشکاران  په زياتو  مډالونو په لرلو سره د جدول په سر کې او استراليا په دويم کرښه کې ځاي لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته