سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه او ګنې مسئلې پکې وڅيړل شوې او تصميمونه ونيول شول

کابل باختر دورې دمياشتې  ٤ :
د وزيرانو شورا د ١٣٩٣ هجري لمريز کال  لومړنۍ نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو  د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
لومړى د وزيرانو شورا د روان کال د وري دمياشتې په لومړۍ نيټه دجمعې په ورځ   دعدليې دپخواني وزير قانونپوه حبيب الله  غالب مړينه  چې په دې وروستيو وختو کې دسترې محکمې دعالي شورا دغړى په توګه معرفي شوى و، د هېواد عدلي اوقضايي نظام ته يوه ستره ضايعه وبلله .
د وزيرانو شورا په دې اړوند د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندکړل اود ارواښاد د ژوندانه دبيلابيلو اړخونو اودصادقانه کار  ديادونې په ترڅ کې دلوى  خداى (ج) له دربار څخه  يې  دفردوس جنت هيله ورته وکړه .
په همدې ترتيب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس  د ارواښاد دکورنۍ غړو او دوستانو او د افغانستان داسلامي جمهوريت د دولت غړو ته د ډاډګيرنې  دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې د ده مړينه يوه  زړه بوږنونکې پيښه وبلله او زياته يې کړه  چې ارواښاد حبيب الله غالب  دافغانستان  سابقه لرونکى حقوقپوه ، فقهي او ستر پوه او دهېواد دعدلي اوقضايي نظام رښتنى او صميمي  همکار و.
ارواښاد دزياتو کلونو په بهېرکې  هېواد ته دخدمت په لاره کې  خپل رسالت په ښه توګه ترسره کړ.
جمهور  رييس وويل: دارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم  له مړينې وروسته د ارواښاد حبيب الله غالب مړينه  دافغانستان  حکومت اوملت ته دويمه ستره ضايعه ده چې دڅو تيرو اوونيو په بهيرکې رامنځته شوې او  جبيره کول يې دافغانستان دحکومت لپاره په آسانۍ سره امکان نه لري .
وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس راتلوونکى حکومت ته دحکومتي چارو دليږدونې او سپارلو لپاره چې په خيرسره د ١٣٩٣ کال دانتخاباتوپه نتيجه کې به رامنځته شي؛ دافغانستان داسلامي جمهوريت د حکومت دتيارى په باب خبرې وکړې او دافغانستان داسلامي جمهوريت وزارتونه او خپلواکې ادارې يې موظفې کړې چې په تيرو دولسو کلونو کې ټولې ترسره شوې کاري چارې دې دضروري سندونو، تاريخي تسلسل، طرحه شويو پلانونو،  دترلاسه شويو تجربو او دخپلوکاري پروګرامونو دلارې پرسر دپرتو خنډونو اوستونزو په وړاندې کولوسره برابرې او راتلوونکو وزيرانو او مسوولينو ته دسپارلو په خاطر دې چمتوکړي.
د وزيرانوشورا ددغو لارښوونو دتائيدولو په ترڅ کې دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست ته دنده وسپارله چې ددغې پريکړې تحقق لکه  څنګه چې په غونډه کې يادونه وشوه؛ په جدي توګه له وزارتونو او دولتي ادارو سره تعقيب کړي او دکار دپرمختګ رپوټ دې دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.
وروسته د وزيرانو شورا په کابل سرينا هوټل او د ننګرهار ولايت په امنيې قوماندانۍ کې  تروريستي پيښې او دغه راز دفارياب په ولايت کې او په ننګرهار ولايت کې دملي راډيوټلويزيون په دفتر ځانمرګي بريدونه وڅيړل او  دکورنيو چارو  د وزير، دملي امنيت دلوى رياست اودهېواد  دنورو امنيتي بنسټونوله خوا وړاندې شويو معلوماتو ته په پاملرنې سره په دې باب داسې نظر څرګند کړ:
په کابل سرينا هوټل کې د تروريستي بريدله امله پاتې شوي شواهداو معلومات  چې امنيت يې د شييلد په نامه د خصوصي امنيتي  کمپنۍ له خوا تامينږي، ښيي چې ددغه بريد دترسره کولو څرنګوالى دطالبانو له ادعا سره په بشپړ مغايرت کې دى.
طالبانو  په خپلې اعلاميه کې څرګنده کړې ده چې دکابل سرينا هوټل د دروازې په وړاندې د چاودنې په ترسره کولو سره يې خنډونه له لارې څخه لرې کړې دي او وروسته  په توغندي ويشتوونکي او درندې وسلې سره دهوټل انګړته ننوتي دي . په داسې حال کې چې له لومړنيو تحقيقاتو څخه ترلاسه شوې نتيجې ، د سندونو  کتنه  او دامنيتي  کمرو په واسطه ضبط شوي فلمونه د دې څرګندوى دي چې په ساحه کې چاودنه نه ده شوې اوهم تروريستانو خپل ډارن بريد له تومانچې څخه په استفادې سره عملي کړى دى .
دغه ضد او نقيضې خبرې اوهغه استخباراتي معلومات چې دهېواد دامنيتي ادارو په لاس کې شته په دې دلالت کوي چې دغه بريد د بهرنيو استخباراتو له خوا طرحه شوى او د تور زړو تروريستانوپه واسطه اجراشوى دى او طالبانو د پرديو په لارښونه مسووليت يې په غاړه اخيستى دى.
د وزيرانو شورا  دکابل ، ننګرهار ، فارياب  او دقندهار په ولايتونو کې  د وروستيو تروريستي پيښو ترمنځ د اړيکې دشتون په باب دامنيتي بنسټونو ر پوټونه تائيد کړل او څرګنده يې کړه چې په دغو بريدونو کې دبهرنيو استخباراتو لاس  ښکيل دى او ښايي امکان ولري چې د ژورناليست ارواښاد احمدسردار او د ده دکورنۍ دغړو  دوژل کيدو او دسويډني ژورناليست دوژل کيدو ترمنځ چې دلبناني هوټل دځانمرګي بريد دپيښې په باب يې تحقيق کاوه او څه موده مخکې دناپيژندل شويو کسانوله خوا دوزير محمداکبرخان مينې په ساحه کې ووژل شو ، اړيکې موجودې دي .
له دې امله دهېواد امنيتي  ارګانونو ته په تينګارسره  دنده وسپارل شوه چې په دې لاره کې دې په ډير لنډ ممکن وخت  کې دې  جدي او هر اړخيز تحقيقات بشپړ او دخپل کار دنتيجوپه باب دې دملي امنيت شورا او د وزيرانو شورا ته رپوټونه وړاندې کړي.
په همدې ترتيب دوزيرانو شورا  دننګرهارولايت  دملي راډيو ټلويزيون دبيا جوړولو اواحياکولو په مقصد دلسو مليونو افغانيو دبيلولو په باب دماليې دوزير وړانديز
منظور کړ اودماليې وزارت ته يې دنده وسپارله چې ددغو پيسو ليږدونه دې  دجمهوري رياست مقام ته پيشنهاد کړي .
دغونډې دکار په دوام دوزيرانو شورا د ١٣٩٣ کال دنوروز دجشن د جوړولو  دموظف کميسيون رپوټ چې دپوهنې د وزير او دنوروز دجشن د جوړولو دکميسيون درييس ډاکتر فاروق وردګ له خوا په تفصيل سره وړاندې شو، واوريد او دپريکړه يې وکړه چې دغه مراسم دې په هغې نيټه چې پخوا ټاکل شوې ده  د جمهوري رياست دارګ په مقرکې په خاصو تشريفاتوسره پرځاى شي .
وروسته  د ماليې وزير  د ١٣٩٣ مالي کال دملي بودجې دضميمې په  توګه دڅلور څلويښت مليونو ډالرو دنوې  ژمنې او دکورنيو چارو وزارت  له عادي بودجې څخه
د دوو مليونو ډالرو دتعديل او ددغه وزارت پرمختيايي بودجې ته دهغو دليږدونې  په باب دماليې وزارت وړانديز غونډې ته طرحه کړ او زياته يې کړه ، نړيوال بانک ،  دامريکا دمتحده ايالاتو پرمختيايي ادارې او د ډنمارک او جاپان هېوادونو دکرنې او اوبولګولو، پوهنې او دماليې د وزارتونو او د اوبورسولو او کاناليزاسيون دشرکت پرمختيايي بودجې ته ديوڅلويښت اعشاريه دريو مليونو ډالرو او  د کورنيو چارو وزارت عادي بودجې ته دجيلونو اوتوقيف خونو رياست دپوليسو افسرانو ته دخطرناکو سيمه ييزو امتيازاتو د ورکولو په مقصد د يوسلو پنځه پنځوس اعشاريه اووه پنځوسو مليونو افغانيو نوې ژمنه کړې ده .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت په غوښتنه د ١٣٩٣مالي کال  له عادي بودجې څخه  د دوو مليونو امريکايي ډالروتعديل او داړوندو کارپوهانو اوسلاکارانو دمعاشونو 
داجراکولوپه لاره کې ددغه وزارت پرمختيايي بودجې ته د هغوى ليږدونه  دمنظورۍ په مقصد غونډې ته وړاندې کړه .
د وزيرانو شورا د ١٣٩٣ مالي  کال په مالي بودجه کې دکورنيو چارو وزارت په بودجه کې دنوې ژمنې او تعديل په باب دماليې وزارت وړانديز تائيدکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته