امنیت

دتنوير تلويزيون خبريال ووهل شو او وډبول شو .

کابل باختر د غبرګولي ديرشمه
دتنوير دخصوصي تلويزيون يو خبريال دملي امنيت ديوکارکوونکي له خوا په پلخمري ښار کې وډبول شو .
دتنوير دخصوصي تلويزيون مسوول شير محمد جهش  دباختراژانس خبريال ته وويل، ددغه تلويزيون خبريال اجمل عمري کله يې چې غوښتل دپلخمري ښار په ولايتي روغتون کې دښوونځي ديو تن زده کوونکي نويد دټپونو چې دچټک غبرګون په قطعې پورې اړوند ديو سرتيري له خوا ټپي شوى و تصوير واخلي دبغلان ولايت دملي امنيت ديو تن کارکوونکي له خوا ووهل شو او وډبول شواو دده دفلم اخستنې کمره هم ددغه کارکوونکي له خوا قيد شوه خو دبغلان ولايت دملي امنيت رييس جنرال عبدالحفيظ کريمي له باختراژانس سره په تيلفوني اړيکه کې ددغې پيښې په باب بې خبري وښودله او دملي امنيت دکارکوونکي له خوادخبريال دوهلو او ډبولوخبر يې رد کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته