امنیت

څه ناڅه دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي په هلمند کې ترلاسه شول .

کابل /دليندى ٢٦مه / باختر :
دکوماندو ځواکونو تېره شپه په هلمند کې څه ناڅه دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي دعملياتو په بهير کې ترلاسه کړل .
دځانګړوعملياتو دقول اردومطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني  د باختر اژانس خبريال ته وويل چې دکوماندو دځواکونوپه دغو عملياتو کې چې دهلمند دواشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول يوسلو اووه اتيا کيلوګرامه نشه يي توکي له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ترلاسه کړل .
نورستاني زياته کړه چې په دغوعملياتوکې درې مشکوک کسان هم ونيول شول .
ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته