سیاست

د امريکايي پوځونو لوى قوماندان له افغانستان څخه د دغه هيواد د پوځيانو وتل څيړي

واشنګټن- د آزادۍ راديو – باختر دلړم دمياشتې ١٤
په افغانستان کې د امريکايي پوځونو لوى قوماندان جنرال کمبل وايي چې دغه هيواد حالات څيړي چې آيا کولاى شي د امريکا د جمهور رييس بارک اوباما له تصميم سره سم ټول امريکايي جنګي پوځيان د ٢٠١٦ م کال په پاى کې له افغانستان څخه وباسي؟
امريکايي جنرال جان کمبل په ټيلفوني خبرو کې څرګنده کړه: هدف دا دى چې دوى په دې پوه شي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د همکارۍ د موافقه ليک په لاسليک کولوکې ځنډ څومره د افغانستان د خلکو په ورځنى امنيت باندې اغيزه کړې ده او څومره بې اعتمادي يې پيدا کړې ده.
په داسې حال کې چې د افغانستان ملي اردو د جګړې يو له ماجرا ډک دوبى تېر کړى دى؛ د سر دروند زيان يې زغملى دى او طالبانو هم د افغانستان په ځينو سيموکې زيات نفوذ کړى دى.
د امريکايي پوځونو قوماندان په افغانستان کې د حالاتو څيړنه پيل کړې ده چې وويني په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د شتون لپاره څومره وخت ته اړتيا ده؟
په افغانستان کې د امريکايي پوځونو لوى قوماندان جنرال کمبل له کابل څخه په ټيلفوني خبروکې ويلي دي چې امريکايي پوځيانو د دې لپاره چې وکولاى شي له هغو نويو امتيازونوڅخه چې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني رامنځته کړي دي؛ په سمه توګه استفاده وکړي؛ ښايي اوږد شتون ته اړتيا ولري.
د دغه امريکايي جنرال د څرګندونو له مخې : ددغه حالت څيړنه پيل شوې ده.
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په پام کې لري چې امريکايي پوځيان د ٢٠١٦ م کال په وروستيو وختوکې له افغانستان څخه وباسي او له افغانستان څخه د نړيوالو پوځيانو وتل هم پيل شوي دي.
جنرال کمبل وويل: افغان پوځيانو ته د مسوليتونو د ليږدونې د پروګرام په باب کومه ستونزه نه لري او کولاى شو دا کار په ټاکلي وخت کې يې ترسره کړو.
خو د ده د څرګندونو له مخې: د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقه ليک د لاسليک د کارځنډني کيدو ښايي د افغان پوځيانو په تياري باندې اغيزه کړې وي.
په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو قوماندان جنرال جان کمپل زياته کړه: افغانستان په دوو دلايلو دعراق له حالاتو سره د مخامخ کيدو په خطرکې نه دى: يو دا چې عراق په دغه هيوادکې دايتلاف دځواکونو دشتون هرکلى ونه کړ او دويم دا چې د عراق حکومت فرقه يې تاوتريخوالي ته لمن ووهله.
په داسې حال کې چې د دغه امريکايي جنرال په خبره د افغانستان نوى جمهور رييس او د دغه هيواد د ملي وحدت حکومت د عراق برعکس عمل کوي.
د افغانستان د اردو د قدرت په اړوندهم امريکايي جنرال وايي: کله چې د افغانستان د ملي اردو ټول عناصر په همغږۍ سره کار وکړي؛ دوى د طالبانو د ځپلو ځواکمني لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته