امنیت

د داعش او طالبانو د ډلو اوولس تنه غړي په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
په ننګرهار ولايت کې د داعش او طالبانو په ډلو پورې د اړوندو کسانو ترمنځ د نويو جګړو له امله ١٧ تنه تروريستان ووژل شول.
دغه جګړې پرون ناوخته د لعل پورې او د دُربابا د ولسواليو په ځينو سيموکې هغه وخت ونښتې چې د داعش د ډلې يو شمېر افرادو د طالبانو د ډلې په يرغلګرو بريدونه وکړل.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړوکې د داعش او طالبانو د تروريستي ډلو اوولس تنه غړي ووژل شوي دي.
ده وويل: جګړې هغه وخت ونښتې چې د داعش د ډلې افرادو د طالبانو د ډلې په څو تنو غړو بريدونه وکړل.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د دغو دوو ډلو افرادو د يوبل د افرادو د استوګنې د کورونو په سوځولو هم اقدام کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته