امنیت

په کندز کې د طالبانو پوځي قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
په کندز ولايت کې دطالبانو پوځي قوماندان له پنځو تنوافرادو  سره يې تيره شپه ددغه ولايت په مرکز کې ووژل شو . 
دکندز ولايت دامنيې قومادانۍ ويندوى سيدسرور حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل يوې ډلې وسله والو طالبانو په کندز ښار پورې اړوند دتوبره کش په کلي کې په يوې سيمه ئيزې پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې  پوځي قوماندان ملا ظفرله پنځوتنو افرادو سره يې ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل دڅلورو تنو وژل شويو طالبانو  مړي له شپږوسپکو وسلو سره هم دنښتې په ساحه کې پاتې دي .
په دې نښته کې دسيمه ئيزوپوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته