خبرونهاقتصادټولنه

د پنجشېر د کرنې ریاست عواید سږکال ۸۰ سلنه زیات شوي

کابل، د سلواغې ۲۵ مه، باختر

د پنجشېر د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږکال د یاد ریاست په عوایدو کې د تېرکال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي فضل الله دیوبند د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې سږ کال یې د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پورې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دا په داسې حال کې ده چې دغه شمېر په ۱۴۰۱ کال کې ۳ میلیونه ۳۰۰ زره افغانۍ و.

هغه زیاته کړې چې بزګرانواو مالدارانو ته یې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ  سږ کال کرنیز سیستم هم میکانیزه کړی دی.

د یادونې وړده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د عوایدو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته