امنیت

د دولت پنځه تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهيرسره يوځاى شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
دملامحمد په مشرۍ ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين نن بادغيس ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دبادغيس دوالي مرستيال قمرالدين شکيب دباخترآژانس خبريال ته وويل :
دغو پنځو تنوپخوا دطالبانو د يو قوماندان دملا تورخان  افرادو په ترکيب کې دبادغيس ولايت دمقرولسوالۍ په سنګ آتش سيمه کې فعاليت کاوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دولت سره يوځاى شويوکسانو درې کلاشينکوفونه او يوه ماشينگڼه دولت ته سپارلي دي .
ددغوکسانو سرګروپ ملامحمد له دولت څخه وغوښتل چې په سيمه کې دبيا جوړولو او دامنيت د تامينولو په بهيرکې  دې  دوى ته ونډه ورکړاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته