کابل باختر د غبرګولي لومړى
د داعشيانو د ډلې ٣٥ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٣٥ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت دکوټ ، هسکې مينې او داچين د ولسواليو په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
له دغو ډيپوګانو څخه چې د کوټ او هسکې مينې په ولسواليو کې ساتل کيدې؛ يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو د دغې ډيپو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_ج_ اکرم