امنیت

درې تنه ځانمرګي يرغلګر په هلمند کې ونيول شول .

-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دهلمند ولايت په لښکرګاه ښار کې دطالبانو دتروريستي  ډلې دځانمرګو او بمي بريدونو عمومي مسوول مولوي نعمت الله دروزي خان او کلا خان په  نومونو له دوو تنو همکارانو سره يې  چې په لښکرګاه ښار کې يې دځانمرګو او بمي بريدونو نيت درلود دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا ونيول شو .
دملي امنيت دلوى رياست يوه خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ: له نيول شويو کسانو څخه  يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
تروريستانو پلان درلود چې دروژې په مبارکه مياشت  او دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې دځانمرګو او بمي بريدونو په طرحه کولو سره زموږ بيګناه هېوادوال په وينو او خاورو ولړي . اولت پت کړي خو په دې خبر نه و چې  دافغانستان ويښ  امنيتي او دفاعي ځواکونه تل په دې لټه کې دي چې ددښمنانو ناوړه پلانونه شنډ کړي اوهيڅکله اجازه نه ورکوي چې هغوى خپلو ناوړو موخو ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته