سیاست

جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره وکتل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت  سیاسي مرستیال تامس شنن سره چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو،       په ارګ کې وکتل.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي هم حضور درلود ، دواړو لوریو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د همکاریو، تروریزم سره د مبارزې او د سیمې دثبات او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحده ایالتونو د همکاریو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل او په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې غځولو په اړه د جمهور رئیس اوباما د تصمیم قدرداني وکړه او زیاته یې کړه ، د امریکا نوي حکومت سره به د بنیادي بین المللي شریک په توګه د افغانستان دوستانه اړیکې او مناسبات لا پراخه شي.
ښاغلي تامس شنن تروریزم سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او سرښندنې، د ښيې حکومتوالۍ ، اصلاحاتو،   د ملي پروژو د تطبیق، د ښځو د حقونو او په حکومتوالۍ کې هغوی ته د ونډې ورکولو په برخه کې د حکومت اقدامات د قدر وړ وبلل.
جمهور رئیس غني د تروریزم د خطرونو د دفع کولو لپاره چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره مشترک تهدید دی د افغانستان  او      د بین المللي شریکانوګډه مبارزه حتمي وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته