کابل باختردزمري دمياشتې ١٧ :
په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو د بمي بريد له امله دوه تنه شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن مازيګر د پنځو بجوپه شاوخوا کې د سره رود ولسوالۍ په دوه لارې کې يوې امنيتي پوستې ته څېرمه رامنځته شوه.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: بم دغې امنيتي پوستې ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و او ټيک هغه وخت له لرې واټن څخه وچول شو چې ساحه له ملکي وګړوڅخه ډکه وه.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول غلام رباني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د پوليسو يو ترافيک او يو ملکي وګړى شهيدان او څلور تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغه بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
تر اوسه پورې د دغه بمې بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
0 1 دقیقه لوستل