امنیت

نهه تنه تروريستان ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي اوولسمه :
امنيتي ځواکونو پرون د روزګان ولايت په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  نهه تنه ډار اچوونکي ووژل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې دچشمه ميران، وانو او چورې د دوه لارې په کلي کې د چانيزو عملياتو په بهيرکې د سوپر تکانو الوتکې د ګوزارونو له امله د ملا سخيداد او ملا غفور په ډلو پورې اړوند د خلکو نهه تنه دښمنان ووژل او ١٣ تنه نور يې ټپيان کړل
د دغو عملياتو په بهيرکې دغه راز د دښمن اووه ميله ډول ډول وسله ويجاړه شوه او د بي ام – ١٢ توغندي پنځه ماينونه چې په دغه ځاى کې په هوايي ډګر د توغولو په موخه ځاى پرځاى کړي شوي و، د هوايي ګوزارونو له امله له منځه تللي او د دښمن دوه سنګرونه ويجاړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته