سیاست

تبصره

-کابل باختر د لړم  نهمه :
همغږي او پيوستون زياتره ارزښتونه او فرصتونه پياوړي کوي، خو لرې والى او بېلتون له منځه وړي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د چلندونو په باب د سياسي اختلافونو شتون د دموکراتيکو نظامونو مشخصه ده، خو نه دومره چې په ملي ګټو او ارزښتونو سيورى وغوړوي.
هيلې دا دي چې په افغانستان کې هم د ادارې او مديريت په باب د نظر توپيرونه او اختلافونه د چارو د ګړندي کولو لپاره عامل وګرځي .
د افغانستان خلک چې له کلونوکلونو دردونو او مشقاتو وروسته د وګړنيو حرکتونو  په شتون کې د جمهوري رياست او د ملي شورا د انتخاباتو د څو پړاوونو، رسانه يي آزادۍ، د بيان د آزادۍ او په هېوادکې د نوې دموکراسۍ شاهدان دي، خو جنجالي خبرې کولاى شي دغه بهير ته زيان ورسوي او د ښې حکومتوالۍ په جوړولوکې د دولت ژمنه زيانمنه کړي.
د افغانستان خلک چې کلونه کلونه هغه هم د ستونزو او چلنجونو په بهيرکې د يوملت په نامه د يوبل ترڅنګ ولاتړ دي؛ د دې هيله لري، هغه کسان چې ځان په قدرت کې شريک بولي او د تيرو کلونو د ارزښتونو او برياليتوبونو لپاره ژمن دى هېواد داسې  پړاوته ورسوي چې دښمن هغه ته په پاملرنې سره په سترګه کې اغزي ننوځي.
خلک هيله لري چې د نظر توپير او اختلافونه د منطق استدلال او د مسووليت مننې په دايره کې طرحه شي او د حل لارې  چارې ورته ولټول شي.
د اختلافونو رامنځته کيدل او هغو ته لمن وهل د دموکراسي دتحقق د قانون د واکمنۍ د عدالت د تامينولو، اصلاحاتو او د مديريت لپاره مهم  او جدي خنډ دى او يواځې د دې هېواد دښمنان به له دغه حالت څخه ګټه واخلي .
دغه مسئلې د هېواد مشرانو او سياستوالو ته د دردوړ دي چې تفسير او تحليل ته اړتيا نه لري .  نو بايد تل دغچ اخستنې او تور لګولو پرځاى دهمغږۍ  او سمون په لور ګام واخلي او د خلکو په وړاندې خپله ژمنه چې هماغه د يوې باثباته او د قانون پربنسټ د ټولنې جوړول دي؛ خپله ژمنه هيره نه کړي.
دهېواد اساسي قانون د نظريو د طرحه کولو او د ستونزو د حل کولو لپاره پراخه هنداره ده چې بايد ورباندې تمرکز وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته