ټولنه

دځوانانو دچارو معين افغان پيلوټه ښايسته واعظ وستايله

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن  په يوه غونډه کې افغان پيلوټه ښايسته واعظ  وستايله .
  دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غوڼډه کې دځوانانو دچارو معين  له افغان پيلوټې ښايستې  واعظ څخه وغوښتل  چې دافغانستان دځوانانو  دسولې او ثبات پيغام  نورو هېوادونوته ورسوي . 
  افغاني الاصله  امريکايي پيلوټې ښايستې واعظ  دوه مياشتې مخکې دنړۍ ګوټ ګوټ ته  خپله لومړنى الوتنه په يوازيتوب سره په کوچني الوتکې سره  دامريکا  له متحده ايالاتو څخه  پيل  کړه ، يوشمير هېوادونو ته  له سفر وروسته  پرون هېواد ته راستانه شوه  او ټاکل شوې ده  چې په راروانو ورځو کې  څو نورو هيوادونو ته  سفر وکړي .
د ځوانانو دچارو معين ،  له ځوانانو څخه وغوښتل چې ښايسته واعظ  خپله الګو وګرځوي او په خپل ټولنيز  ژوند کې دې  مثبت بدلونونه  رامنځته کړي .
ډاکتر سادات  دميرمن واعظ  دستاينې په ترڅ کې  له نورو  نجونو څخه وغوښتل  چې دهېواد دوسله وال  پوځ په ليکو کې په ونډې اخستنې سره  دهېواد اوخلکو په وړاندې  خپلې دندې ترسره کړي .
  دغه راز  ښايستې واعظ  دافغانستان له خلکو څخه د دې دستاينې  په درناوي  قدرداني وکړه  او زياته يې کړه چې غواړي  ديوې افغاني په توګه  دنورو ځوانانو پيغام  هغو هېوادونو ته ورسوي  چې دسفر نيت  لري .
  داپه داسې حال کې ده چې پرون  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  ډاکتر محمد اشرف غني  او دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  ښايستې واعظ ته  تود هرکلى ووايه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته