فرهنګ

اتصالات دژورناليستانو له مالي صندوق سره مرسته کوي

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٥ :
د افغانستان د ژورناليستانودمالي ملاتړدصندوق مشرتابه هيئت او داتصالاتو دمخابراتي شرکت  لوى رئيس  ديوې غونډې په ترڅ کې دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې: دغونډې په پيل کې دصندوق استاد قماز حيدري دصندوق له خوا د مطبوعاتو کورنۍ ته د  ترسره شويو فعاليتونو او د تشکيل دڅرنګوالي په باب داتصالاتو دمخابراتي شرکت لوى رئيس جورج  ته معلومات وړاندې کړل او ويې ويل  چې دغه صندوق  له هغو خبريالانوسره چې دصندوق غړيتوب لري دمرستې په مقصد جوړ شوى دى اوپه ځينو مواردو کې يې له هغو  خبريالانو سره چې دصندوق  غړيتوب نلري  او ملاتړ ته اړتيا لري هم مرسته شوې ده .
دصندوق مرستيال زياته کړه  چې دصندوق لګښت دخير غوښتونکو کسانو، داعانې دورکولو  او دصندوق دغړو دحق العضويت  له لارې پياوړى کيږي او  تراوسه پورې دولت  له د غه صندوق سره مرسته او ملاتړ نه دى کړى .
داتصالاتو مخابراتي شرکت  رئيس جورج  دصندوق دترسره شويو فعاليتونو له امله  دخوښۍ په څرګندولو سره  دصندوق له مشرتابه هيئت سره يې ددفتري وسايلو  او دسيمکارتونو دمرستې  ژمنه وکړه  چې خبريالانو ته اسانتياوې برابرې کړي.بايد وويل شي چې دکتنې په پاى کې داتصالاتو دمخابراتي شرکت رئيس  ددغه شرکت دکورنۍ بستې درې سوه سيمکارتونه دصندوق دغړو دويشلو په مقصد ددغه شرکت دمشرتابه هيئت په واک کې ورکړل چې په منننې سره ومنل  شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته