-کابل باختر د کب پنځمه :
په باميانو کې دوسله والو غلو يو بانډ وځپل شو .
دملي امنيت منسوبينو پرون د ځانګړو عملياتوپه بهير کې ددغه بانډ رييس او دوه مهم غړي ونيول .
دباميانو ولايت يوامنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو په باميانو کې دغلا او شوکمارۍ په لسګونو پيښو کې لاس درلود .
ده وويل ددغه بانډ له رييس او دوو مهمو غړو څخه دسرو زرو په ګډون يوشمير غلا شوي مالونه هم ترلاسه شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې دباميان خلکو دغلا او شوکمارۍ دزياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ