ورزش

د سولې جام او د کمال خان بند د والېبال پسرلنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل / د وري ۷ مه / باختر
د سولې جام او د کمال خان بند ترنامه لاندې د والېبال پسرلنۍ سیالۍ د اتفاق ټیم په اتلوالۍ سره په لوګر کې پای ته ورسېدې.
د لوګر د اولمپیک آمر عبدالولید ستانکزي باختر آژانس ته وویل چې دغه سیالۍ اته ورځې وړاندې د لوګر د اولمپیک آمریت په همکارۍ د والېبال د ودې او د سولې د ټینګښت په موخه او د کمال خان بند د پرانیستلو په ویاړ پیل شوې وې.
د یادونې وړ ده چې د کمال خان بند کتونکو د دغه بند پرانیستل یوه ستره لاس ته راوړنه او د افغانستان د خلکو یوه پخوانۍ هیله وبلله او زیاته یی کړه چې د هېواد د اوبو مدیریت ته زیاته پاملرنه وشي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته