کابل/ د سلواغې٢٧مه/ باختر
د هېواد په ختيځ کې ٩ کسان د طالبانو او داعش په ډلو کې د غړيتوب په تور ونيول شول.
دغه کسان په تېرو ٢٤ساعتوکې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو په مربوطاتو کې په پوځي عملياتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې ونيول شول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې د طالبانو او داعش په ډلو کې پر غړيتوب او د هېواد په ختيځ کې په لسګونو ډار اچوونکو بريدونوکې پر ګډون اعتراف کړى دى.
له نيول شويو کسانو څخه جنګي وسايل او سندونه چې د طالبانو او داعش په ډلو کې د هغوى غړيتوب ثابتوي، ترلاسه شوي دي.
پاى ذ