نړۍ

دوه ښځې په ايران کې د ولسوالانو په توګه وټاکلې شوې.

  تهران بي بي سي  باختر دکب دمياشتې ٩
معصومه پرندوار  او  حميرا ريګي  دوه ښځې دي چې دحسن روحانى په دولت کې دسيسان او بلوچستان د ولايتونو دهامون او قصر قند ولسواليو  د ولسوالانو  په توګه ټاکلې شوې  دي.
ميرمن ريګي د بلوڅو دميرمنو له ټولنې او  سني  ده او په تيرو وختو کې د روغتيا په سازمان او د کورنيو چارو په  وزارت کې  رييسه وه.
د ايران دمهد خبري آژانس دميرمن پرندوار په باب ليکلي دي چې ټاکل شوې ده له
دې وروسته د هامون ولسواله  وي  او١٤کاله يې  په سيستان او شمالي بلوچستان
او د خراسان په ولايتونو کې کار کړى دى  او له ليسانس څخه لوړې زده کړې لرې.
اوس دسيستان او بلوچستان ولايتونه په مديريتي بستونو کې دښځو په انتصاب کى مخکښ دي.
دغه راز ساميه بلوڅ هم  په دغه ولايت کې دلومړۍ ښاروالې په توګه ټاکل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته